IQNA

د اسلام د سپكاوی نه د ډكو مضامينو خپرول د بيان ازادی نۀ ده

17:50 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2300914
نړيواله ډله: د تيونس جمهوری رياست دفتر د يوې بيانیې په جاری كولو سره په دغه هېواد كښې د اسلام د سپكاوی لرونكی مضمون د خپرېدو د غندلو په ترڅ كښې اعلان وكړ: د اسلامی مقدساتو توهين او سپكاوے د بيان او افكارو د ازادۍ په معنا نه دے.
د «businessnews» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسی (اېكنا) د رپوټ له مخې د تيونس د جمهوری ريات د دفتر وياند عدنان منصر وړمه ورځ د اوری د مياشتې په نولسمه نېټه په يو اخباری كانفرنس كښې د اسلامی مقدساتو سپكاوی كوونكو دوو تنو نيولو ته په اشارې سره څرګنده كړه: تونس يو اسلامی هېواد دے او مونږ هم د دې هېواد مسلمانانو ښاريز يو او د دينونو د هر ډول سپكاوی مخالف يو.
هغۀ زياته كړه: د دوو تيونسی ځوانانو لخوا په فېسوبوك اجتماعی سایټ كښې د خداے د ګران رسول (ص) له سپكاوی نه د ډكو تصويرونو خپرول په هیڅ وجه د بيان او افكارو د ازادۍ په معنا نۀ دی، ځكه چې دا اقدام د مختلفو ډلو ترمېنځ د تاو تريخوالی د پېدا كېدو سبب كیږی او د تيونس د اسلامی معاشرې له اصولو سره مخالفه چاره ده.
دغه اخباری كانفرنس له دې وروسته وشو چې د تيونس عدالت د خداے د ګران رسول (ص) نسبت د سپكاوی كوونكی دوه ځوانان د اوۀ نيم كالو په قيد او نغدی جرمانه باندې محكوم كړل.
د تيونس د عدلیې وزارت د اوری د مياشتې په اولسمه نېټه د دې خبر په تائيدولو سره څرګنده كړه د بن علی د رژيم له نسكورېدو او په هېواد كښې د اسلامی قوانينو له استقرار نه پس د وړومبی ځل لپاره د المهدیې ښار عدالت د اېنټر نېټ دوه استعمالوونكی په اېنټر نټ كښې د خداے د ګران رسول (ص) له سپكاوی نه د ډكو تصويرونو د خپرولو په جرم محاكمه كړل او د هغوی لپاره یې د قېد حكم جاری كړ.
980530
captcha