IQNA

د اسلامی حقوقو كارپېژاندی په عمان كښې راغونډ شول

14:45 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2300916
نړيواله ډله: د اسلامی قوانينو جاری كوونكو هېوادونو يو شمېر استازی په اسلامی دنيا كښې د حقوقو او قوانينو د څېړنې لپاره د عمان په پائېتخت مسقط كښې راغونډ شول.
د «Islam Today» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې دغه څلور ورځنۍ غونډه چې ((د حقوقی علومو پراختيا)) نومیږی د اوری د روانې مياشتې له نولسمې نېټې څخه شروع شوه.
په دغه غونډه كښې د ايران له اسلامی جمهوريت، يمن، قطر، سعودی عربستان، لبنان، مراكش، تيونس، تركیې، الجزائر، لېبيا او عمان څحه استازی ګډون لری.
دغه كانفرنس د عمان د مفتی اعظم احمد بن حمد الخليلی په وېنا سره شروع شو. هغۀ په خپله وېنا كښې وويل چې د دې غونډې مقصدد اسلامی قوانينو او حقوقو د څېړنې لپاره د نظر د خاوندانو او ماهرانو راغونډول دی.
د مصر مفتی علی جمعه هم په خپله وېنا كښې وويل: قوانينو د وخت له تېرېدو سره بدلیږی نو په دې بنياد مونږ ته پكار دی چې د خپلې معاشرې حقائق او د اسلامی شريعت اهداف وپېژنو چې دا اطمنيان حاصل كړې شو چې زمونږ د هېوادونو د خلقو ضرورتونه پوره كیږی.
980554
captcha