IQNA

د اسلامی پروژې د اجرا لپاره د ملېشيا د اويا مېليون ډالری بجټ منظوری

14:47 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2300917
نړيواله ډله: د ملېشيا وزيراعظم نجيب الرزاق په كوالالمپور، پوتراجايا او لابوآن دريو سيمو كښې د اسلامی طرحو او پروګرامونو له اجراء څخه د ملاتړ لپاره د تقريباً اويا ميليون ډالرو له منظورولو څخه خبر وركړ.
د ملېشيا د خبری اېجنسۍ (Bernama) په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د ملېشيا وزيراعظم رزاق وړمه ورځ د اوری د روانې مياشتې په نولسمه نېټه د اسلامی تنظيمونو د پينځو زرو استازيو په غونډه كښې اعلان وكړ: په كامله توګه د وړومبنی پرمتللی اسلامی هېواد باندې د ملېشيا د بدلولو لازمه په دغه هېواد كښې اسلامی تنظيمونو پرمختګ او د اسلام د مقام لوړتيا ده.
هغۀ په دغو مراسمو كښې وويل: په وړومبی كاملاً پرمختللی اسلامی حكومت باندې د ملېشېا بدلول به حكومت ته هم دا امكان وركړی چې ملك په ښۀ طريقې سره وچلوی او په مثبته توګه یې مخ په ترقۍ واچوی. رزاق همدا رنګ په دريو سيمو كوالالمپور، پوترجايا او لابوآن سيمو كښې د اسلامی پروګرامونو او طرحو له اجرا څخه د ملاتړ لپاره د تقريباً اويا ميليون ډالرو له مختص كولو څخه خبر وركړ.
هغۀ زياته كړه: د جوماتونو جوړول، د دينی مدرسو جوړول او پراختيا، د اسلامی زدكړو د ښۀ كولو او د تازه مسلمانانوخېر ښیګڼه له هغو طرحو څخه دی چې په د دې مقصد لپاره په نظر كښې نيول شوی دی.
980675
captcha