د «karaman» اطلاع رسونې د مركز په نقل د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د صربيا مفتی د دې په بيانولو سره چې د دغه هېواد ملت او حكومت په كړكېچنو حالاتو كښې وخت تېروی تاكيد وكړ: د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې له ګډون څخه زما مقصد د ملك د چلولو لپاره د نويو پروګرامونو وړاندې كول دی، ځكه چې زۀ عقيده لرم چې د مختلف ډول رايو نيشتوالے استبداد ګڼل كیږی.
هغۀ زياته كړه: د يو ملك ولسمشر پكار دی د هرې عقيدې او مذهب د ټولو مسلمانانو نمائنده وی، نو په دې بنياد په انتخاباتو كښې د كاميابۍ په صورت كښې به داسې پروګرامونه وړاندې كړ چې د مسلمانانو او غېر مسلمانانو ټولو ښاريزو په ګټه وی.
هغۀ زياته كړه په انتخاباتو كښې د كاميابۍ په صورت كښې به هغه د صربيا د مفتی له پوسټ څخه څنګته شی خو په قطعی توګه به خپلو مدنی او معنوی فعاليتون ته دوام وركړی.
د يادونې ده چې د صربيا د ولسمشر له استعفا وروسته د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات چې په رسمی توګه پكار دی په ٢٠١٣ كال كښې وشی يو كال مخكښې كیږی.
980680