IQNA

عيسې قاسم: بې له خدايه به، بل چا ته سر ټیټ نه كړو

17:50 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2301222
نړيواله ډله: آيت اللہ شيخ عيسی قاسم د ال خليفه لخوا د بحرين په مظلوم ولس د پرله پسې ظلمونو او بې انصافۍ په غندلو سره وويل چې بې له خدايه بل چا ته به سر ټیټ نه كړو
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اباء خبری اژانس یې نقلوی چې د بحرين د الدراز ښار د امام جعفر صادق عليه السلام جومات د جمعی خطيب څرګنده كړه چې كوم كسان د ولس انقلاب وژلو او ځپنې سره ختمول غواړی او دا غواړی چې نور به له مرګه وويروی، دا د هغو كم عقل توب او ليوانتوب دی مرګ زمونږ لره شهادت دی. او شهادت زمونږ ارمان دی

هغه زياته كړه چې ظلم او زياتې سره مقابله كول شرعې وظيفه ده او د شهيد وينه عزت، كرامت بيداری راولی.
هغه څرګنده كړه چې د بحرين واكمن د امريكې پخوانی ملګری دی ځكه یې امريكه چې خپله هم د ازادی په نوم په ټولې دنيا كې د بې ګناه خلكو وينې تويوی اوس هم د دې ظالم حكومت په پشپړه توګه ملاتړ كوی.
979707

captcha