IQNA

د يورپ اسلامی انجمنونه دې د صلحې او ګډ ژوند رائجوونكی وی

23:43 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2301308
نړيواله ډله: د تركی د ديانت تنظيم مشر محمد ګورمز د يورپ د اسلامی انجمنونو په مهم كردار باندې په تاكيد سره وويل: دغو انجمنونو ته پكار چې د اسلامی اصولو د معرفی كولو په ترڅ دې په معاشره كښې صلح او ګډو ژوند كول هم رواج كړی.
د «zaman» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې د تركی د ديانت تنظيم مشر چې له وړمې ورځ د اوری د روانې مياشتې له نولسمې نېټې څخه ډنمارك ته لاړ دے د دغه هېواد د اسلامی تنظيمونو او انجمنونو له غړيو سره په كتنه كښې په يورپی ملكونو كښې د مسلمانانو مهم او ځانګړی كردار ته په اشارې سره وويل: په نننۍ دنيا كښې ((له نفرت او تشدد سره متعلق جرائم)) په عنوان سره نوے عبارت راپېداشوے دے چې په مستقيمه يا غېر مستقيمه توګه د اسلام مبين دين هدف ګرځوی، اسلامی تهذيب او تمدن له دغو تورونو څخه مبرّا دے او مسلمانانو ته پكار نۀ دی چې د كركې او تشدد په مقابل كښې هغه شان ځواب وركړی.
هغۀ زياته كړه د ډنمارك مسلمانانو ته هم پكار دی چې د حملو او سپكاويو په مقابله كښې پراخه سينه ولری او كوشش وكړی د ثقافتی او كلتور فعاليتونو په ترسره كولو ، د ارامتيا، دوستۍ او ګډ صلح ايز ژوند په رواجولو سره سازشونه ناكام كړی.
د تركی د ديانت تنظيم مشر د خپلې وېنا په يوه بله برخه كښې څرګنده كړه: له اسلام څخه د ويرولو د ښكارندې د ختمولو لپاره يوازېنۍ لاره په يورپی ملكونو كښې د مسلمانانو غوره سلوك، او د هغو ځايونو خلقو ته د اسلام معرفی كول دی او زۀ عقيده لرم چې مسلمانان د دغې ښكارندې د مبلغانو د ماتې لپاره كافی توانمنی لری.
980743
captcha