IQNA

په مصر كښې د قران شريف د حفظ د سراسر مقابلې جوړېدل

23:42 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2301313
نړيواله ډله: د مصر د اوقافو د وزارت په همت د دغه ټول هېواد په سطح د قران شريف د حفظ مقابله جوړیږی.
د ahram، اطلاع رسانۍ مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د مصر د اوقافو وزير محمد عبدالفصيل القوصی د قرانی انګېزه لرونكو سياليو په نامه د دغو مقابلو له جوړول سره خپل موافقت اعلان كړ .
د مصر دجوماتونو او قران شريف په چارو كښې د اوقافو د وزارت معاون شېخ فواد عبدالعظيم په دې باره كښې وويل: په ټول مصر كښې د اوقافو سيمه ايزې ادارې په دغو سياليو كښې د ګډون د مينه والو د نومونو د ليكلو مسئوليت په غاړه لری.
عبدالعظيم همدارنګ څرګنده كړه هغه كسان چې په دغه مرحله نوی فېصده امتيازات په ترلاسه كولو كښې كامياب شی د قاهرې د عمومی عدالت په حدودو كښې د داورۍ د كمېټيو په موجودګۍ كښې به په خپلو كښې سيالی وكړی او هغه حافِظان چې ٩٨ امتيازونه ترلاسه كړی نو په كورنيو او نړيوالو مقابلو كښې به ګډون كوی.
980846
captcha