د «Daily Tribune» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې سپكاوی كوونكے پادری تقريباً يوه ګېنټه د دغه جومات مخې ته چې د امريكې د شمال تر ټولو لوے جومات دے يو شمېر هغو كسانو ته چې په دغو مظاهرو كښې یې ګډون لرۀ وېنا وكړه:
هغۀ له يو لاسی لاوډسپېكر څخه په استفادې سره د غونډې كسانو ته چې غالباً د رسنيو خاوندان وو او په هغو كښې د دغه پادری تقريباً پنځلس يا شل تنه ليدل كېدل په دينی ادارو او مركزونو باندې په نيوكې سره د خداے د ګران رسول (ص) او د قران شريف په سپكاوی لګيا شو.
دغه تش په نامه پادری وويل چې دا ځل هغه قران ته اور نه ورته كوی خو له دغه اقدام څخه ملاتړ كوی.
دغه غونډه د پوليسو ځواكونو په موجودګۍ كښې او بې له څه نښتې جوړه شوه او دغه توهين كوونكی پادری دغه ښار ته د بيا راتلو لپاره د فېصلې په اړه څه خبره ونكړه.
980838