IQNA

په مسجدالاقصی باندې ښارګی مdشته صهيونيسټانو حمله وكړه

23:42 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2301315
نړيواله ډله: د ښارګی ميشته صهيونيسټانو يو ډلې پرون د اوری د مياشتې په شلمه نېټه د فصح د اختر له نمانځنې سره په يو وخت په مسجدالاقصی باندې حمله وكړه.
د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې په لسګونوصهيونېسټ ښارګی اوسېدونكو پرون د اوری د روانې مياشتې په شلمه نېټه په مسجدالاقصی باندې په يرغل او د ګډا په مراسمو په جوړولو او د اسلامی په خلاف اعمالو په ترسره كولو سره د مسجدالاقصی سپكاوے وكړ.
دغه صهيونېسټ ښارګی مېشته كسانو چې تقريباً پنځوس تنه وو د باب المغاربه له طرفه په مسجدالاقصی باندې حمله وكړه او او د ((بېساح)) په نامه د ييهودو فصح د اختر د مراسمو په بهانه د دغه جومات سپكاوے وكړ.
د اسرائيلو پوليسو له تېرې جمعې يعنې د اوری د مياشتې له اتلسمې نېټې څخه په اسرائيلو كښې د فصح د اختر د جشنونو له شروع كولو سره په يو وخت په قدس ښار په تېره بيا د مسيحی او يهودی مقبرو په خواو شا كښې راغونډ شول او د مسجدالاقصی محاصره یې سخته كړه.
د يادونې ده چې فصح د يهوديانو په نزد له مصر څخه د بنی اسرائيلو د وتلو په ياد كښې او د مسيحيانو په نزد اسمان ته د حضرت عيسی (ع) د ختلو په ياد كښې نمانځل كیږی.
980919
captcha