IQNA

په مدينې منورې كې د بی بی فاطمه زهرا د شهادت ورځې ولمانځل شوې

9:58 - April 10, 2012
د خبر لمبر: 2301525
نړيواله ډله: د عربستان په مدينې ښار كې د پيغمبر اكرم د ګرانې لور بی بی فاطمه زهرا د شهادت ورځې د اهل بيتو عليهم السلامو د مينه والو په پراخ ګډون سره لمانځل كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز esharh یې نقلوی چې دا مراسم د اهل بيتو منوونكو په تيره بيا د ځوانانو په ګډون سره تر سره شو او په كې مختلفو پروګرامونه لكه شعرونه ،قصيدې او د بی بی زهرا په ستاينې كې منقبتونه او نوحې هم تر سره شوی.
له ګډؤن كوونكو څخه يو كس د بی بی زهرا د شخصيت په اړه وويل چې هغې بی بی كه څه هم ډير لږ ژوند تير كړ خو ټول ژوند یې له مونږ لپاره عبرت دی چې نن مونږ ورته اړتيا لرو.
د عربستان په ختیځ سيمې قطيف كې هم د بی بی زهرا د شهادت ورځو عزادارۍ شورو دی.
981655
captcha