د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی احمدی نژاد زياته كړه لويدیځوال د ايران د ملت له پرمختګ سره مخالف دی، ځكه هغوئ نه غواړی د ايران ملت په خپلو پښو ودریږی ، خو د ايران ملت د لويدیځو هيوادونو لخوا له درستو ګواښونو او دباؤنو سره سره د پرمختګ او ودې په لاره كښې لوړ ګامونه پورته كړی او په هیڅ ډول شرايطو كښې به بې عدالتی ونه منی.
احمد نژاد د تهران پرضد د دښمنانو د تيلی بنديزونو په اړه وويل ، هغوئ غواړی زمونږ تيل وانه اخلی ، دا په داسی حال كښې دی چې دومره بهرنې اسعار لرو چې دری كاله يو بيرل تيل هم خرڅ نه كړو ، ايران كومه ستونزه نلر ی او د دښمنانو دسيسې به دهغوئ په لاس شنډی شی .
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد همدغه راز د امريكايی يرغلګرو او د هغې د ملګرو لخوا د افغانستان نيواك ته اشاره وكړه او ویې ويل نيواكګرو د افغانستان د ملت درستی شتمنۍ له القاعدی سره د مبارزې په پلمه لوټ كړی ، په داسی ډول چې افغانان د نيواك په كلونو كښې له ډيرو غميزو سره مخ شوی دی او نيواكګر د خپلو درستو ستونزو اصلی عامل بولی .
هغه د سيمې روانو حالاتو ته په اشارې سره وويل بهرنی قدرتونه د سيمې په هيوادونو د وسلو په خرڅولو سره دسيمې په نا آمنيو كښې لاس لری .
احمدی نژاد د سيمې په ځينو هيوادونو كښې د بهرنيو قدرتونو ګڼو اډو جوړولو ته اشاره وكړه او ویې ويل ددغو اډو د جوړولو لګښتونه ، ددغو هيوادونو د خلكو د شتمنيو له لوټو او د امنيت د تامين په پلمه پرې د وسلو د خرڅولو له لارې تامينیږی.
982561