IQNA

د فرانس د حكومت له سياست څخه د يورپ د اسلامی تنظيمونو د اتحاديی د اندیښنی څرګندونه

22:59 - April 10, 2012
د خبر لمبر: 2302183
نړيواله ډله: د يورپ د اسلامی تنظيمونو اتحاديی د فرانس ولسمشر نيكلاس ساركوزی ته په يو خط كښی هغۀ ته په خطاب كښی د اسلام د مبين د دين د پيروكارو په وړاندی د دغه ملك د حكومت په سياستونو باندی سخته نيوكه وكړه.
د «ihlassondakika» د اطلاع رسونی د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری ايجنسۍ (ايكنا) د رپوټ له مخی د مسلمانانو په كلنۍ غونډه كښی د ګډون لپاره فرانس ته د يو شمير مسلمانو عالمانو د داخليدو د ممنوعيت د حكم له جاری كولو وروسته د يورپ د اسلامی تنظيمونو اتحاديی نيكلاس ساركوزی ته په يو ليك كښی د دغه هيواد د مسلمانو په وړاندی د هغۀ او د فرانس د حكومت په سياستونو باندی سخته نيوكه وكړه.
د دغه خط په يوه برخه كښی چی د يورپ د اسلامی تنظيمونو د اتحاديی مشر شكيب بن مخلوف ورباندی دستخط كړے دے څرګنده كړی شوی ده: دغه اتحاديه د فرانس د مسلمانانو په وړاندی د فرانس د حكومت چلندونه او اقدامات په كامله توګه په نظر كښی لری او د فرانس د اسلامی تظيمونو له اتحاديی څخه د د يورپ د اسلامی تنظيموونو د اتحاديی د غړی په توګه ملاتړ كوی.
د دغه ليك په اخير كښی راغلی دی چی په مسلمانانو باندی حملی، له اسلام څخه د ويرونی زياتول او په چټی تورونو باندی د مسلمانانو نيول هغه ناخوښه اقدامات دی چی د فرانس د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل كښی او د رايو د حاصلولو لپاره ترسره كیږی انتخاباتی نامزدو كسانو ته پكار دی د داسی اقداماتو په نظر كښی نيولو سره د دغو سياستونو له كارولو څخه لاس واخلی.
981703
captcha