د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د مركزی اېشياء د څانګې د رپوټ له مخې د افغانستان د اسلامی غورځنګ مشر محمد مختار مفلح د دې خبر په اعلانولو سره وويل: افغانستان د يو اسلامی هېواد په توګه په اسلامی نړۍ كښې يو خاص مقام لری او د فلسطينيانو له حقوقو څخه د دغه هېواد ملاتړ د ټولې دنيا د خلقو لپاره يوه مهمه چاره ده.
محمد مختار مفلح په كابل كښې په يو اخباری كانفرنس كښې په شتون سره ((د بېت المقدس په لور)) كاران سره د خپل سفر جزئياتو ته په اشارې سره څرګنده كړه: له دېرشو اسلامی هېوادونو څخه تقريباً اتو سوو تنو له قدس شريف څخه د ملاتړ په خاطر فلسطين ته سفر وكړ او د دغه هېواد له ځپل شويو او مظلومو خلكو څخه یې خپل ملاتړ اعلان كړ.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې هركله امريكا په ټوله دنياكښې د عيسائيانو لپاره فعاليتونه كوی نو ولې مسلمانان دا حق ځان ته نۀ وركوی چې په دنيا كښې له مسلمانانو او اسلامی ارزښتونو څخه ملاتړ وكړی زياته كړه: هر هېواد چې له دا ډول تفكر سره موافق وی مونږ هم ورسره موافق يو.
982535