دا څرګندونه د امريكې د ورمونټ پوهنتون د سياسی علومو يو استاذ پروفېسر ګورګی ګاؤس د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ سره په يوه مركه كښې وكړه.
دغه پروفېسر چې له شلو كالو نه زياته موده یې د امريكې په خارجه وزارت كښې د يو صلاح كار په توګه د مېنځنی ختیځ په زمينه كښې فعاليت كړے دے د مېنځنی ختیځ او د اسلام د مستقبل په اړه زيات كتابونه او مقالې ليكلی دی.
د سوریې په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغۀ وويل: د سوریې په اړه د نرم جنګ او نرم قدرت دوو مفهومونو په قالب كښې د څېړنې خبره نه ده بلكې سوريه د لويدیځ لخوا تر سختو بائيكاټونو لاندې شتون لری.
د بحرين د حالاتو په حقله دغه امريكائی پروفېسر د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل:
زۀ شك لرم چې د بحرېن سياسی بدلونونه به د امريكائی عسكرو انتقال په ځان پسې ولری او امريكه به بحرېن هیڅكله پرېږنۀ دی
پروفېسر ګورګی ګاؤس د مېنځنی ختیځ د هېوادونو په كورنيو ګډوډيو كښې د لويدیځ د كردار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل: زۀ فكر كووم چې د ولسواكۍ په لاره كښې د اجتماعی ګډوډۍ او بې نظمۍ د رامنځته كېدوپه حال كښې دی په مصر، تيونس او بحرېن هېوادونو كښې داسې ښكاری چې د اجتماعی او مدنی ازاديو لاره به برابره شی خو په لېبيا كښې بيا حالات بل شان شكل لری. هم هغه ډول چې وينو چې د هر يو مورد په نسبت د هر هېواد د كورنيو حالاتو مطابق تر اوسه د لويدیځ غبرګون فرق لری. هغۀ زياته كړه چې د امريكې په خارجی سياست باندې دوه رنګی سياست غالب دے.
980815