IQNA

آيت اللہ العظمی محمد باقر صدر شهادت يوه نړيواله دسيسه وه

12:51 - April 11, 2012
د خبر لمبر: 2302394
نړيواله ډله: د عراق ولسمشر سلاكار ښاغلی خضير الخزاعی ټينګار وكړ چې آيت اللہ العظمی محمد باقر الصدر شهادت د حزب بعث لخوا نه ؤ بلكې يوه نړيواله دسيسه وه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، تيره ورځ د آيت اللہ العظمی محمد باقر الصدر د شهادت د دوه ديرشمی كليزې په مناسبت د عراق په ناصريه ښار كې مراسم تر سره شو چې پكښې د عراق د ولسمشر سلاكار په ښاغلی الخزاعی په خپل خطاب كې وويل چې آيت اللہ العظمی محمد باقر الصدر شهادت د استعمارګرو دسيسه وه.
هغه زياته كړه چې شهيد صدر د يو اسلامی غورځنګ مشرۍ په غاړه لرله او هغه د ايران د اسلامی انقلاب او حضرت امام خمينی رحمه الله عليه سخت مينه وال ؤ همدې لامله استعماری طاقتونو د هغه ستر عالم د شهادت پلان تيار كړ او بيا یې عملی كړ او هغه پاك او بزرګوار عالم یې شهيد كړ.
982471
captcha