د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه زياته كړه په عربستان كې د شخړې د حل يوازنۍ ټاكنه د ټولو غوښتنو تر پوره كيدا پورې د ولسی پاڅون او خوځښتونو دوام دی چې هماغه د بنديانو خوشی كول، عمومی آزاديو ته د احترام په سترګه كتل او د مظاهره چيانو د وژلو د قاتلانو سزا كول دی.
د عربستان په ختیځی سيمو كې د اسماعليه فرقې يو جومات تيره اونۍ د عربستان فرقه پالو امنيتی مامورانو وران كړی چې اسماعليه فرقه د دغه جومات د شهيدولو عامل د عربستان د كورنيو چارو وزير او ولی عهد شهزاده نايف بن عبدالعزېز ګڼی.
د عربستان زياتره ختیځی سيمې د ۲۰۱۱ كال له اپريل راهسې د آل سعود په ضد دولسی اعتراضونو او مظاهرو ډګرونه دی او حكومتی عسكرو هم زور او تاؤتريخوالی ته په مخه كولو سره يو شميركسان وژلی هم دی.
982726