د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې دغه خبرې اترې به د ايران او فېلپائن ترمېنځ د دينونو د خبرو اترو د پروګرامونو د اجرا او د دينی او كلتور همكاريو د پراختيا په لړ كښې د قم د اسلامی مطالعاتو په نړيوالو موسسو كښې كیږی.
د خبرو اترو په دغه دور كښې به چې موضوع به یې ((دين او اخلاق)) وی د فېلپائن دوه لوړ رتبه دينی او پوهنتونی شخصيتونه شركت وكړی.
د دواړو هېوادونو د دينی چارواكو، مفكرانو او د نظر د خاوندانو ترمېنځ د يو والی د پېدا كولو لپاره د مناسبې زمينې برابرول، د يوې غوره دنيا د رامنځته كولو لپاره د ديندارۍ د كلتور پراختيا، د دينونو مخې ته د زيانونو او فرصتونوڅېړنه، په سيمه كښې د متنوع كلتورونو متقابل شناخت او پېژندګلی او د دينی اقليتونو د مقام تثبيتول د دغو غونډو د پينځم دور له اهدافو څخه ټاكل شوی.
983718