د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی جمهوريت د ملی امنيت د لوړې شورا عمومی منشی سعيد جليلی د ايران او ۵+۱ ډلې د خبرو اترو د نوی پړاؤ په درشل كې پرون په تهران كې د خبريالانو په ټول كې زياته كه په ايران كې ۳۳ كلنه تجروبه ښئ ،هغه څه چې له ايران سره په مناسباتو كې بريالی كيدلی شی ، دملګرتيا او خبرواترو سټراټيجی ده .
هغه هيله وښودله چې ۵+۱ډله هم په همدغه كړن لارې سره خبراترو ته داخله شی څودخبرواترونوی پړاؤ مثبتې نتيجې ولری او دايران دملت باؤر جلب كړی .
ټاكل شوې ده دايران او ۵+۱ ډلې دخبرواترو لومړنۍ مرحله داپريل په څوارلسمه نیټه دتركیې په استانبول كې وشی او د خبرواترو ورپسې مرحله به هم په بغداد كې ترسره شی .
دسياسی څارونكو له نظره ددغو خبرواترو اوسنۍ فضا دايران او ۵+۱ ډلې دخبرواترو له مخكينۍ غونډې سره چې د ۲۰۱۱ كال په جنورۍ كې په استانبول كې ترسره شوی وې ، توپير لری ،خو دا توپير دايران دليدتوګو دبدليدا له پلوه نه بلكې دهغو واقيعّيتونوله كبله ده چې تمه كیږی لودیځ په تير يوهّ كال كې درك كړی وی .
هماغه ډول چې دايران داسلامی جمهوريت خارجه وزير علی اكبر صالحی هم روښانه كړې ،ايران په هماغه تير يوه كال كې او داستانبول غونډې دخبرواترو دنتيجو په دوام كې دخبرواترو دوام ته چمتو ؤ ، خولويدځ له موجوده فرصته سمه استفاده ونه كړه او درغنده خبرواترو بهير ئې ودراوّّه . ځينوسياسی پوهانو ويلی دی دا احتمال شته چې لودیځ په دغو خبرواترو كې هم دايران په ضد دفضا جوړونې لپاره په پلمو او همداراز دغيرمنطقی غوښتنو د مطرح كولو په لټه كې وی ، له دې نظره داسې اخستون كيدلی شی چې لويدیځ درغنده خبرواترو لپاره جدی اراده او ګروهنه نه لری .
البته تجروبې ښودلې ده چې دايران په ضد دبنديزونو اودباؤنو دپراختيا او د رغنده خبرواترو په بهير كې كارړنګونې يوه تيروتی او په عين حال كې يوه ماته خوړلې سټراټيجی ده چې لودیځ هم له جدی ستونزو سره مخامخوی . هماغه ډول چې اقتصادی بنديزونو په تيره بيا دايران دتيلی بنديزنتيجې همدااوس دامريكا،اروپااوهمدارازدآسيائی هيوادونو لپاره په يوې خپسكې بدلې شوی دی .
په هر حال درغنده خبرواترو لازمه په سياستونو كې شفافوالی او د نړيوالو منل شويو ژمنو په چوكاټ كې حركت دی چې دجامع او له توپير پرته له اجرا البته د ټولوهيوادونوپه ګټه ده .
په دغه ډول كړچار سره په ایټمی موضوع كې پر منطقی خبرواترو دايران ټينګار په اين پی ټی تړون كې دشاملو مادوپه چوكاټ كې دی،خو څرګنده ده چې دغه ډول خبرې اترې هاله معناوركوی چې پكې مطرح ټول شيان له متقابلو حقوقو سره په تناسب كې وی .
په ټول كې ، كه څه هم دايران او ۵+۱ ډلې دناستې په باب بيلابيل ګمانونه مطرح دی،په عين حال كې دايران داسلامی جمهوريت دملی امنيت د لوړې شورا عمومی منشی ټينګار كړی دی ،داستانبول په غونډې كې به د ايران استاذی په نوو نوښتونو سره ګډون وكړی او تمه كیږی د ۵+۱ډلې غړی هيوادونه هم په رغنده كړچارونو سره دخبرواترو ډګر ته داخل شی .
983840