IQNA

د ايران ولسمشر: اسلامی ايران د پرمختګ په حال كې دی

12:32 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303621
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل چې اسلامی ايران په ټولو برخو، په ځانګړې توګه علمی او اقتصادی برخو كې د پرمختګ په حال كې دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ايران د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې له سایټ یې یې نقلوی چې ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد نن د ايران په سويل، هرمزګان ولايت په رودان ولسوالۍ كې د خلكو په ټول كې، دې ته په اشارې سره چې ډېری د ايران د ملت دښمنان نه غواړی چې ايران پرمختګ وكړی، هغوی ته په خطاب كې یې وويل چې د ايران ملت په يووالی سره ددې پرمختګ په لاره كې د خنډونو دله منځه وړلو په حال كې دی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، ډاكټر محمود احمدی د دې په بيانولو سره د ايران ټول خلك او چارواكی د اسلامی ايران د جوړولو، ودانولو او پرمختګ دنده لری او مسوول دی، زياته یې كړه چې د ايران پرمختګ په حقيقت كې په نړۍ كې ددې ملت د الهی ګروهنې ملاتړ دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې هم دا اوس د ليبرال پانګوالۍ نظام له بندون سره مخ شوی دی، وويل چې د عدالت پلی كېدل، د انسان د كمال لپاره اړين شرط د ی.
984470
captcha