IQNA

د فرانس د مسلمانانو لخوا په نړۍ كښې د قرانونو ويشول

21:12 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303711
نړيواله ډله: د فرانس د ((سهم النور)) اسلامی ادارې په خپلې تر ټولو نوې طرح كښې اعلان كړے دے چې اراده لری په ټوله نړۍ كښې قران شريفونه وويشی
د«sahmalnour» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې سهم النور فاؤنډېشن د يوې عمومی بلنې په خپرولو سره دې ته په اشارې سره چې د الهی كلام درك كول د ټولو ښاريزو حق دے اعلان وكړ:دغه فاؤنډيشن په ټوله دنيا كښې په مختلفو ژبو د قران شريف د نسخو په وېشلو سره غواړی د نړۍ ټول خلق د قران شريف د قرات له نعمت څخه برخور كړی.
د دغه دعوت په دوام كښې تاكيد شوے دے چې سهم النور فاؤنډېشن د فرانس د اسلامی تنظيمونو د اتحادی په ملګرتيا او د مسلمانانو د مالی مرستو په راغونډولو سره كوشش كوی چې د قران شريف يوه نسخه د نړۍ په مختلفو سيمو كښې اوسېدونكو هر يو كس ته ډالۍ كړی.
سهم النور فاؤنډېشن د دغې بلنې په اخېر كښې د فرانس له مسلمانانو څخه غوښتنه كړې ده چې د دغې طرحې زر تر زره اجراء لپاره دې خپلې مالی مرستې د فرانس د اسلامی تنظيمونو د اتحادیې په وېبپاڼه كښې په اعلان شوی اكاؤنټ نمبر باندې داخلې كړی.
د فرانس د اسلامی تنظيمونو اتحادیې همدا رنګ مينه والو مسلمانانو ته بلنه وركړې ده چې په نوو ژبو باندې د قران شريف د ترجمې چلند ته دې چټكتيا وركړی او د دغو ترجمو شمېر دې زيات كړی چې زياتره خلق وړې شی د كلام الله مجيدله ژورو مفاهيمو څخه برخور شی.
983425
captcha