IQNA

سوريه د اسلامی مقاومت شاهرګ دے

21:10 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303713
نړيواله ډله: سوريه د مقاومت او كاميابۍ د بهير د حيات د شاهرګ په توګه دے چې نن سبا د نړۍ د دوو قدرتمنو د فوځونو ترمينځ سيمه كښې د قدرت د تعادل د خيال ساتلو په منزله دے.
د المنار اطلاع رسونې د مركزپه نقل سره د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د لبنان جعفی مفتی شېخ احمد قبلان له قدس څخه د ملاتړ په نړيوال سيمينار كښې چې د اروی د روانې مياشتې په ٢٢ نېټه په دمشق كښې وشو د دې مطلب په اعلانولو سره وويل: هغه جګړې چې په سوریې كښې د بڼه نيونې په حال كښې دی د سوړ جنګ نوې مرحلې ته د نړۍ د ننوتلو بيانوونكې دی او په داسې كړكېچنو حالاتو كښې كېدې شی د يوې ګولۍ په چلېدو سره د نړۍ د ملكونو ترمېنځ يو سخت او بې مخينې نړيوال جنګ ونښلی.
قبلان په دغه سيمينار كښې چې د شام يعنې د اردن، سوریې، لبنان او فلسطين د ټاټوبو د علماؤ په همت سره جوړ شو څرګنده كړه: د شام زمكه د مختلفو پېښو مركز، د ملتونو دروازه او په سيمه كښې د تعادل د ساتنې مركز دے.
هغۀ په دوام كښې وويل: د شام د زمكو په قلمرو له دننه څخه دقدس په باره كښې خبره د ملتونو د جنګ او د فوځونو د جوړولو د ټاكلوپه باره كښې خبره كول دی او همدارنګ د هغو جنګی نقشو په حقله خبره كول دی چې ترقيامته به دوام ولری.
د لبينا مفتی جعفری په اخېر كښې وويل: قدس شريف د عربی او اسلامی دوو ملتونو يوترټولو لوے درد ګڼل كیږی چې درد او غم یې د سرښيندونكو او مقاومت كوونكو په اوږو دے او دا مسئله د مجاهدينو له وينو سره اخښل شوې كاميابۍ ته د نزدې كېدو تر ټولو وړومبنۍ نښه ده.
دغه سيمينار ((مسجد الاقصی د امت په وجدان كښې د حق اواز)) په شعار او سوریې د اوقافو د وزارت په همت او د لبنان د مسلمانو علماؤ د ټولنې په همكارۍ سره د دمشق په ((الاسد)) ملی كتابتون كښې وشو.
983324
captcha