د «Palestine Info»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په غزه كښې د القدس بين المللی مؤسسې د دفتر رئيس او د فلسطينيانو د قانون جوړونې د شوری غړی احمدابوحلبيه ووئيل: كه چيرې د فلسطينی چارواكو او د عربی او اسلامی هيوادونو له خوا په بين المللی سطحه د دعوو كول په جدی توګه تعقيب شی نو اغيزمن به وی.
دوی همداراز د رسمی او مشهورو رسنيو له لارې د قدس په مقدسه خاوره كښې د صهيونيسټی رژيم د تيريو په هكله د اطلاع رسونې او د فلسطين د خلكو د مقاومت د ملاتړ او پياوړی كولو په اهميت باندې تاكيد وكړ.
ابوحلبيه همداراز ټينګار وكړ: ترټولو خطرناكه مسئله چې مسجدالاقصی او قدس ګواښی، د دغه ښار د يهودی كولو لپاره د صهيونيسټی رژيم پرله پسې او سيسټمیټك اقدامات دی.
985210