د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې پرون ورځ د اوری د روانې مياشتې ٢٥ نېټه په لبنان كښې د ١٩٧٥ كال د اپرېل په ١٣ نېټه د كورنيو جنګونو د شروع كېدو له كليزې سره سمون خوړۀ چې د لبنان دتاريخ يوه ترټولو مهمه واقعه ګڼل كیږی.
هغه څه چې یې لولئ د ((انا شيعی)) سایټ د لېكنو ترجمه ده چې پكښې دلبنان د كورنيو جنګونو او دغې كورنۍ دسيسې ته د امام موسی صدر د مخه كونې او د دغو كورنيو جنګونو او فتنو چې د صهيونېسټ رژيم له خوا وې د ختمولو لپاره د هغوی د هلو ځلو په حقله راغلی دی.
دغه ورځ به د لبنان د تاريخ له خاطرې څخه ختمه نۀ شی، ځكه چې په دغه ورځ كورنی جنګ كښې كړغيجنې څېرې بې له څه پردې څخه ځان د لبنان خلقو ته وښودۀ. يو فلسطينی بس چې د بېروت له لويدیځ څخه د ختیځ په لور روان ؤ په عېن الرمانه سيمه كښې د لبنان د كتائب ګوند د پلټونكی پوستې لخوا له ډزو سره مخامخ شو او دېرش واړه فلسطينی سورلۍ یې ووژلې شوې.
له دې واقعی څخه څه وخت نۀ ؤ تېر چې په عين الرمانه سيمه كښې د كتائبو وسله والو ځواكونو او د بېروت په جنوب كښې د شياح په مسلمان مېشته سيمه كښې پرتو فلسطينيانو په يوبل باندې ډزې شروع كړې او د دغو دواړو سيمو ترمېنځ په سنګر جوړولو سره دغه سيمې د مسلمانانو او مسيحيانو ترمېنځ د تماس د كرښې او تر ټولو خطرناك محاذ جوړ شو.
په لبنان كښې د جنګ جګړو له زياتيدو او په دغه هېواد كښې د توازن د بدلېدو له احتماله وروسته سوریې فېصله وكړه د لبنان د تقسيم او تجزیې خنډ شی نو ځكه د دغه هېواد فوځی ځواكونه د ١٩٧٦ كال د جون په وړومبی وختونو كښې لبنان ته داخل شول.
983868