IQNA

د دنيا په اوو ژونديو ژبو باندې د قران شريف د ترجمې سایټ پرانېستې كیږی

22:07 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304602
نړيواله ډله: د دنيا په اوو ژوندۍ ژبو باندې د قران شريف د ترجمې خصوصی وېبپاڼه به د روانې اوری د مياشتې په ٢٨ نېټه د سعودی عربستان د رياض ښار د فېصليه هوټل د غونډو په هال كښې پرانيستل شی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((فضاء حائل)) اېنټرنېټی ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ. دغه وېبپاڼه له نوبل ټی وی ټيلی ويژنی چېنل سره وابسته ده او د روانې اوری د مياشتې په ٢٨ نېټه به د سعودی عربستان د اوقافو او اسلامی چارو د وزير صالح بن عبدالعزير آل الشېخ په موجودګۍ كښې افتتاح شی.
د دغې وېباڼې سرپرست محمد السيد وويل: په دغه سایټ كښې همدارنګ په نويو او ځانګړيو طريقو او په روانې ژبې او غوره او تاثير كوونكی اواز سره د نړۍ د مشهورو قاريانو له تلاوت څخه په استفادې سره د سایټ د استعمالوونكو لپاره وړاندې كیږی.
السيد زياته كړه: د قران شريف د ترجمې د دغه سایټ د شروع كولو مقصد د خلقو په مورنۍ ژبو باندې د دغه اسمانی كتاب د ترجمې او دقيقې ترجمې له لارې غېر مسلمانو ته د قران شريف د اواز رسول دی.
984525
captcha