IQNA

عيسی قاسم: ال خليفه حكومت سره تړلې رسنۍ د بحرين انقلاب حقيقت پټوی

13:48 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2304799
نړيواله ډله: د بحرين د شيعه ؤ مشر او د منامې ښار د جمعی امام ښاغلی آيت اللہ عيسی قاسم ټينګار وكړ چې حكومتی رسنی د حرامو او حلالو او د رښتيا او دروغ هیڅ خيال نه ساتی او په څرګنده توګه حقيقت پټوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لبنانی ورځ پاڼې الانتقاد یې نقلوی چې آيت اللہ عيسی قاسم د تيرې جمعی ورځې په خطبو كې له حكومت وغوښتل چې وهل ټكول دی بند كړی او خلكو غوښتنو ته دې پام وشی.
آيت اللہ عيسی قاسم خلكوته د خپلو حقوقو د تر لاسه كولو لپاره د سالمو مظاهرو كولو اعلان وكړ او زياته یې كړه چې حكومت نيولی شوی كسان بيا په تيره حسن المشيمع او عبدالهادی خواجه د جسمانی حالت ذمه وار دی.
هغه همداراز وويل چې په بحرين كې د وهلو ټكو اقداماتو سره حالات نور خرابیږی.
985127
captcha