IQNA

د سویډن وسلې د سعودی شيعه مسلمانانو پرخلاف كارول كیږی

20:54 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2305383
بين المللی ډله: د سعودی عربستان بدلولونو او د آل سعود د رژيم د مخالفانو سختې ځپنې د سټاكهالم لمن هم ككړه كړې ده داشان چې د سویډن د دفاع وزير د مخربو ټيكنالوجيو او وسلو د شكمنې منتقليدنې په وجه استعفا وركولو ته مجبور شو.
د سویډن او د عربستان د پاچاهی كورنۍ ترمينځ د پټو تسليحاتی همكاريو په ډاګه كيدو د سویډن د دفاع وزير استعفا وركولو ته مجبور كړ خو د رياض حكومت همهغه شان د حجاز ټاټوبی ته د هر ډول وسلو او د وژونكو ټيكنالوجيو د منتقليدو منكر دی.
څو اونۍ مخكښې پس له دې چې د سویډن د دفاع وزير په سعودی عربستان كښې د وسله جوړونې د كارخانې د جوړولو لپاره د خپل هيواد د طرحې په هكله د يو خبر د خپريدو په سر استعفا وركولو ته مجبور شو، رياض ادعا وكړه چې په عربستان كښې د سویډن له خوا د اسلحه جوړونې د كارخانې د جوړولو لپاره هیڅ طرحه وجود نه لری.
په همدې لړ كښې (( سعودی پريس )) خبری آژانس د عربستان د دفاع وزارت د يو چارواكی له قوله اعلان وكړ: د عربستان د دفاع وزارت ټينګار كوی چې نه ئې په تيرو وختونو كښې او نه په اوس حال كښې د داسې كومې پروژې په زمينه كښې د سویډن سره هیڅ كومه موافقه نه ده لاس ليك كړې.
دا په داسې حال كښې دی چې د سویډن د دفاع وزير اسټن تولګفورس تيره مياشت په سعودی عربستان كښې د وسله جوړونې د كارخانې د جوړولو لپاره د اسټاكهالم د فيصلې د خبر د خپريدو نه وروسته استعفا وركړه، ځكه چې دا كار د ولسی قهر د راپاريدو سبب شوی دی. 986210

captcha