د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې په تائيلېنډ كښې د ايران د كلتوری مركز مشر مصطفی نجاريان زاده د ګل په ورځ د اوری د روانې مياشتې په ٢١ نېټه د دغه هېواد له شېخ الاسلام شېخ عبدالعزيز بن اسماعيل سره كتنه او خبرې اترې وكړې.
نجاريان زاده په دغه كتنه كښې چې د تائيلېنډ له چارواكو او شخصيتونو سره د هغۀ د لېدنو كتنو د لړۍ په سلسله كښې وشوه د تائيلېنډ د مسلمانانو د چارو په اړه د شېخ عبدالعزيز له تابيا څخه په قدرونې سره وويل: د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری مركز په تائيلېنډ كښې د مسلمانانو د چارو له تابيا كوونكو ادارو سره د ملګرتيا او همكارۍ په پراختيا لپاره خپله امادګی اعلانوی.
د تائيلېنډ شېخ الاسلام هم د ايران د كلتوری مركز له نمائنده سره په كتنه باندې دخپلې خوښۍ په څرګندولو سره وويل: د تائيلېنډ مسلمانان د ايران اسلامی جمهوريت يو مضبوط او قدرتمن ملك بولی چې د لويو قوتونو په وړاندې غاړه نۀ ږدی يوه داسې چاره ده چې د دنيا د ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د تائيلېنډ د مسلمانانو لپاره د وياړ او افتخار سبب ده.
984906