IQNA

د اشارې په ژبه قرانونه په اردن كښې وېشل كیږی

21:09 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2305388
نړيواله ډله: د اشارې په ژبه د قران شريف ډيجیټل نسخې د اوری د روانې مياشتې په ٢٦ نېټه د اردن په (( رصيفه)) صوبه كښې اووېشل شول.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اردن چاپ ((السبيل)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د اردن په رصيفه صوبه كښې له قران څخه د محافظت د انجمن دفتر وويل: د قران شريف دغه ډيجیټل نسخې د دغه صوبې د غېر فوځی دفاع د تنظمی د ودانۍ په ((الاصالت)) هال كښې د يو لړ مراسمو په دوران كښې ووېشلې شوې.
دغه قرانی نسخې چې د ګونګيانو لپاره پلان كړې شوې دی د قران شريف د مباركو ايتونو په مناسبت سره يو لړ تصويرونه لری چې په سی ډی ګانو كښې هغوی ته ډالۍ شوې
د رصيفه صوبې د پراختيا مدير ايمن رباع د اشارو په ژبه د قران شريف د نسخو د وېشلو د دغو مراسمو څارنه په غاړه لرله چې په دغو مراسمو كښې له نورو مختلفو پروګرامونو نه علاوه ويناګانې هم وشوې.
984868
captcha