IQNA

په آسټريا كښې اسلام ته ګروهنې زياته وده كړې ده

21:11 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2305389
نړيواله ډله: يو لړ رسمی رپوټونه وائی چې په آسټريا كښې چې اكثر خلق یې مسيحيان دی له مسيحيت څخه اسلام ته داخلېدو زياته وده كړې ده.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Press TV» په نقل سره رپوټ وركړ: آسټريا يو اروپائی هېواد دے چې د اتۀ ميلونی نفوسو اكثر خلق یې كېتولېك عيسائيان دی او دغه هېواد په مسيحيت كښې يو مضبوطه او ژوره جرړه لری.
د آسټريا زياتره مسيحيان وائی چې د مسيحيت په دين باندې خپل ايمان یې له لاسه وركړے دے او البته د مسيحيت له دين څخه په وتلو او د اسلام مبين دين ته په داخلېدو كښې د كېتولېك كليسا وروستيو اخلاقی رسوايو مهم كردار ادا كړے دے.
دا په داسې حال كښې دی چې په لويدیځی تهذيب كښې كوشش كیږی چې د اروپا د غېرمسلمو ښاريزو لپاره د اسلام په بدرنګ شكل كښې وړاندې شی.
شمېرنې ښودنه كوی چې په تېرو دوو كلونو كښې تقريباً نيم ميليون آسټريائی مسيحيانو اسلام قبول كړے دے او د هغو كسانو شمېر چې له مسيحيت څخه اسلام ته راوړی مخ په زياتېدو دے.
984908
captcha