IQNA

په شام كښې د يو شيعه عالم وژله

21:11 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2305390
نړيواله ډله: په سوریې كښې وسله والو كسانو د ((العلويه)) امام باړې متولی او د جومات امام او خطيب قتل كړ
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ:د سيد ناصر العلوی كورنۍ وويل: يو ناپېژندل شوی وسله وال كس د اوری د روانې مياشتې په ٢٥ نېټه د ځای وخت مطابق اتۀ بجې د دمشق په السيده زېنب (ع) سيمه كښې د خپل كور مخې ته په ډزو سره وويشتۀ د دغه سوری دينی عالم دكورنۍ په قول له حمله كوونكی سره څو تنه نور وسله وال كسان هم ملګری وو او سيد ناصر العلوی یې له نزدې څخه د ډزو هدف وګرځوۀ.
العلوی له دغې پېښې نه فوراً وروسته روغتون ته منتقل شو خو هلته د زخمونو د سختوالی په وجه یې له دنيا سترګې پټې كړې
سيد ناصر العلوی يو مشهور فعال كس ؤ چې له هغو زيان موندونكو كورنيو سره چې دسوریې له مختلفو سيمو څخه د وسله والو عناصرو د اقداماتو او حادثاتو په نتيجه كښې یې الزېنبيه سيمې ته پناه وړې وه مرسته كوله.
984901
captcha