IQNA

په بلغاريه كښې د فارسی ژبې د زدكړې نوې دوره شروع شوه

21:02 - April 16, 2012
د خبر لمبر: 2306251
د كلتور او هنر ډله: په بلغاريه كښې د صوفيه پوهنتون د ايران پېژندې په مركز او په دغه هېواد كښې د ايران په كلتوری مركز كښې په دوو يعنې مقدماتی او پرمختللې سطحو كښې د فارسۍ ژبې د زدكړې د كلاسونه نوې دوره شورع شوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې په يو لړ خصوصی مراسمو كښې چې د دغې دورې په شروع كښې وشول د تېرې دورې زدكړه كوونكو ته سندونه وركړې شول.
په دغو مراسمو كښې په بلغاريه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر محسن پناهنده فارسی ژبه د شعر، هنر او عرفان د ژبې په توګه ياده كړه او په بلغاريه كښې د فارسۍ ژبې د پراختيا او خپرونې په ډګر كښې د ايران د كلتوری نمايندګۍ فعاليتونه بيان كړل.
هغۀ په دوام كښې له فارسۍ ژبې څخه د بلغاری محصيلينو هركلے او د دې ژبې په يادولو كښې د هغوی زيات محنت د ايران د غنی تمدن او كلتور له پېژندلو سره د هغوی د مينې او شوق يو نښه وبلله.
986040
captcha