د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې په يو لړ خصوصی مراسمو كښې چې د دغې دورې په شروع كښې وشول د تېرې دورې زدكړه كوونكو ته سندونه وركړې شول.
په دغو مراسمو كښې په بلغاريه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر محسن پناهنده فارسی ژبه د شعر، هنر او عرفان د ژبې په توګه ياده كړه او په بلغاريه كښې د فارسۍ ژبې د پراختيا او خپرونې په ډګر كښې د ايران د كلتوری نمايندګۍ فعاليتونه بيان كړل.
هغۀ په دوام كښې له فارسۍ ژبې څخه د بلغاری محصيلينو هركلے او د دې ژبې په يادولو كښې د هغوی زيات محنت د ايران د غنی تمدن او كلتور له پېژندلو سره د هغوی د مينې او شوق يو نښه وبلله.
986040