د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د هند مشهور خطيب او مفكر او د دغه هېواد د يو شمېر شيعه ادارو او مدرسو مشر سيد كلب صادق د روانې اوری د مياشتې په ٢٥ نېټه د اترپردېش صوبې پارلېمان ته د هند د شيعه مسلمانانو په نمائندګۍ سره د يو خط په لېږلو سره د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو حالت ته د حكومت د خصوصی توجه غوښتونكے شو.
هغۀ په دغه خط كښې يادونه كړې ده چې د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو حالت او غوښتنو ته د حكومت بې پامی د هند د خپلواكۍ له وخت نه تر اوسه پورې دوام لری، په داسې حال كښې چې د دې چارې كتونكی يو چې د نورو مذهبونو پېروكار كه څه هم په شمېر كښې له شيعه مسلمانانو څخه ډېر كم دی په انتخاباتو كښې خپل نمائنده معرفی كولې شی خو شيعه مسلمانان دې بايد خا مخا د نورو مذهبونو نمائندګانو ته راې وركړی.
سيد كلب صادق د خط په اخېر كښې وليكل چې د هند شيعه مسلمانان د حكومتی چارواكو لخوا د دغه خط د ځواب په انتظار كښې دی.
985253