د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د ښځو لپاره د قران شريف د قرائت خصوصی سيالی د موردوويا جمهوريت د مسلمانانو په چارو د غور كولو دينی ادارې په همت او نوښت سره جوړه شوه.
د دغې سيالۍ د پرانېستې په مراسمو كښې د موردويا د مسلمانانو په چارو د غور دينی ادارې مسئولان او كاركوونكی، د دغه هېواد د اسلامی مدرسو او موسسو چارواكی، نمائندګان او د وحی له كلام سره مينه لرونكی او د روس د فیډرېشن د مسلمانو په چارو د غور دينی ادارې مسئولان او كاركوونكی موجود وو.
د دغې سيالۍ ګډون كوونكو د قران كريم د قرائت او د انبياء عليم السلام د تاريخ په برخو كښې له يو بل سره سيالۍ وكړې او د داورانو د كمېټۍ د جاجونې له مخې وړومبے مقام امينه بدرالدين آوا، دويم مقام لېلی عبدالسلام آوا او دريم مقام آېسولو احمرا آوا ترلاسه كړ.
د يادونې ده چې په دغه موقع د دغه هېواد ځينو دينی عالمانو په اسلام كښې د ښځو په كردار باندې وېناګانې وكړې او په اخېر كښې هم د دغې قرانی سيالۍ غوره كسانو ته ارزښتناك انعامونه او ډالۍ وركړې شوې.
984644