د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د ملګرو ملتونو ستر سر منشی ښاغلی بان كی مون ټينګار وكړ د بحرين خلك دا حق لری چې په پوره ازادۍ سره مظاهرې تر سره كړی او د ال خليفه حكومت بايد د خپل ولس حقوقو ته په احترام سره وګوری.
دا په داسې حإل كې دی چې ال خليفه حكومت د بحرين رژيم د خلكو ځپلو ته دوام وركوی:
له بحرين څخه رارسېدلی رپوټه وايی چې ددې هېواد د يوه انقلابی احمد اسماعيل د جنازې د مراسمو په ختم كې پر ګډونوالو د بحرين ځواكونو پرجنګی مرميو سره بريد كړی.
د العالم خبری چينل د رپوټ له مخې، پرون مازیګر په زرګونو بحرينيانو په سلماباد ښار كې د احمد اسماعيل د جنازې په مراسموكې ګډون كړی و چې د بحرين ځواكونو ددې بحرينيانو د تيت پرك كولو لپاره ددې جنازې پر ګډونوالو وسله وال او د اوښلن ګاز بريد وكړ.
په دې مراسمو كې ګډونوالو د آل خليفه رژيم د پرځېدو او د بحرين د خلكو د قاتلينو د محاكمې شعارونه وركو
987832