IQNA

د قران پاك په پنجابی ژبه كې نوې ترجمه خپره شوه

17:46 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307022
نړيواله ډله: د پاكستان يو مترجم ښاغلی توقير امان خان د قران پاك په پينجابی ژبه كې نوې ترجمه وړاندې كړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پاكستانی ورځ پاڼې "Daily Times" یې نقلوی چې دا ترجمه ټكی په ټكی دی او هغه له دې ترجمې وړاندې كولو او ترجمه شورو كولو نه مخكښې د پاكستان سترو دينی عالمانو ترجمو مطالعه هم كړې وه.
هغه وويل چې ما د قران پاك ترجمه په ميلادی كال 2002ء كې د حج د تر سره كولو نه پس شورو كړه لومړۍ مو د اسلامی نړۍ د سترو عالمانو ترجمه وليدله.
هغه زياته كړه چې په ميلادی كال 2007ء كې مو د سوره فاتحه ترجمه په پينجابی ژبه كې وكړه هغه نه پس ما هره ورځ له اتلسو تر شلو ګهنټو پورې په دې ترجمې ولګولی همدارنګ دا ترجمه له 2009ء تر 2011ء پورې مختلفو عالمانو وليدله او تاييد یې كړه.
د يادونې ده چې د پنجاب حكومت د اوقافو او مذهبی چارو وزارت تصيح كوونكی ښاغلی ممتاز احمد هم دا ترجمه تائيد كړې ده.
986718
captcha