IQNA

عربستان كې د علوم قران 1200 خطی نسخې موجودې دی

17:46 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307024
نړيواله ډله: د سعودی عرب د ملك عبدالعزيز پوهنتون د اسلامی مطالعاتو استاذ وويل چې په سعودی عرب كې دعلوم قران په متعلق 1200 خطی نسخې موجود دی چې تر اوس مهال په چاپ نه دی رسيدلی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عربستان ورځ پاڼې الشرق یې نقلوی چې د د ملك عبدالعزيز پوهنتون د اسلامی مطالعاتو استاذ ښاغلی حكمت بشير ياسين په مدينې منورې اسلامی پوهنتون كې تر سره كيدونكې سيمينار ته په خپل خطاب كې وويل چې چې په سعودی عرب كې دعلوم قران په متعلق 1200 خطی نسخې او 266 دانشنامې موجودې دی چې تر اوس مهال په چاپ نه دی رسيدلی.
ښاغلی حكمت بشير ياسين زياته كړه چې محقق استاذان او د لوړ رتبې تعليم محصلانو كې ځينو دا نسخې ليدلی دی په پای كې هغه له قرانی محقيقانو وغوښتل چې د قران پاك د علومو په هكله له دې اثارو استفاده وكړی.
986780

captcha