IQNA

احمدی نژاد: د اسلامی ايران پوځ د دې هيواد له ځمكنۍ بشپړتيا دفاع ته تيار دی

17:46 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307026
سياسی ډله: ولس مشر محمود احمدې نژاد نن د فوځ د ورځې په مناسبت په غونده كې د فارس خليج سيمې حساسيت ته په اشارې سره زياته كړه د سيمې امنيت په خپله د سيمې د هيوادونو په ګډون او ملګرتيا تأمينيدای شی
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد زياته كړه د سيمې امنيت په خپله د سيمې د هيوادونو په ګډون او ملګرتيا تأمينيدای شی او د بهرنيو ځواكونو شتون په سيمه كې له بې امنيو او اختلاف رامنځته كولوپرته بله ګټه نه لری .
هغه د ايران ملت سوله غوښتونكئ معرفی كړ خو زياته ېې كړه د ايران فوځ به د دوښمن هر يرغل ته پښيمانه كوونكئ ځواب وركړی.
د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر لاريجانی هم د فوځ د ورځې د مباركۍ په وركولوسره د دې ځواكونو پياوړتيا د دوښمنانو د دسيسو په خنثی كولو كې د اهميت ووړ وبلله ږ
د اسلامی ايران د فوځ د ورځې په مناسبت مراسم نن سهار د ولس مشر احمدې نژاد او د آزربايجان ، اندونيزيا ، چين ، تركېې او برازيل هيوادونو د يو شمير استازو په شتون سره د امام خمينی رحمه الله عليه د مطهر حرم په خوا كې پيل شول.
987790
captcha