IQNA

په بحرېن كښې د وينې فارمولا

23:23 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307129
نړيواله ډله: د بحرېن شيعه مسلمانانو ((د وېنې فارمولا)) نومې سترو مظاهرو كښې په يوې جزيرې كښې د ((يو فارمولا)) نومې سياليو په جوړولو باندې خپل احتجاج اعلان كړ. احتجاج كوونكی غواړی چې د آل خليفه د اوسپنيزو ديوالونوله شا نه خپل د احتجاج اواز د دنيا خلقو ته ورسوی.
په بحرېن كښې ناقرارۍ د فرورۍ له څوالسمې نېټې څخه تر اوسه يوې نوې مرحلې ته داخلې شوې دی. په دا ډول چې حتی د آل خليفه رژيم د خپلو بهرنيو صلاح كارانو په مرستې سره هم ونكړې شول د دغې جزېرې تريخجنه فضا قراره كړی. مظاهره كوونكو له تېر يو كال څخه د احتجاجی لاريونونو په كولو سره د سياسی اصلاحاتو غوښتونكی وو، خو چټی وعدې او ګولۍ هغوی ته د د حكومت لخوا ډالۍ وه او ده.
بحرېن په تېر ميلادی كال كښې د اوښكو او وينو په زمكه بدل شوے ؤ. په دا ډول چې د آل سعود او آل خليفه عسكرو له جنګی ګوليو او اوښكې بهيوونكی ګېس څخه په استفادې سره د ټولنې پېكر ته دردناك ګوزارونه وركړل چې نۀ يوازې وې نكړې شول د مبارزانو روحيه كمزورې كړی، بلكې د بحرېن د فاسد رژيم له مخالف بهير سره د خلقو د مختلفو ډلو د يو ځاے كېدو او د احتجاجونو د زياتېدو سبب وګرځېدل.
په بحرېن قصه هم هغه ده چې «كل يوم عاشورا و كل ارض كربلا» او شيعه مسلمانان د خپلو حقوقو د حاصلولو لپاره په مختلفو شكلونو سره ځپل كیږی.
986851
captcha