د «spothaber» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) رپوټ وركړ: د هالېنډ رسنيو اعلان وكړ چې د هالېنډ د ازادۍ ګوند مشر او فتنه جوړوونكے دغه هېواد ته د تركیې د ولسمشر د سفر په درشل كښې ((عبدالله ګله په خپل كور كښې كښېنه)) تر عنوان لاندې يو اېنټرنټی كمپېن شروع كړے دے او دغه ملك ته د يو مسلمان چارواكی سفر یې غندلے دے.
عبدالله ګل چې د اوری د روانې مياشت په ٢٩ نېټه هالېنډ ته لاړ د هغۀ د سفر په درشل كښې د هالېنډ چاپ ((دو ټيلیګراف)) ورځپاڼې سره په مركه كښې د هالېنډ د پارلېمان له اسلام دښمنه استازی سره د كتنې په باره كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې څرګنده كړه: په يورپ كښې له اسلام څخه د ويرولو وده ډېره اندېښمنوونكې ده او پكار دی چې په دغو هېوادونو كښې د نرمۍ او ګډ ژوند كولو زمينې رامنځته شی.
هغۀ په دوام كښې وويل: ګيرت وايلډرز په خپلو اقداماتو سره د مسلمانانو په خلاف تند لاريتوب او د مهاجرينو په خلاف نژاد پرستی رواجوی خو د دې باوجود كه د هالېنډ له چارواكو سره په كتنه كښې له هغۀ سره مخامخ شو نو جوړ تازه به ورسره وكړم او هغۀ ته به د اسلام د اصلی څېرې د ښودلو لپاره تركی ته د راتلو بلنه وركړم.
986845