IQNA

په ګول ميز كانفرنس كښې د اسلامی همكارۍ په تنظيم كښې د قزاقستان د مشرۍ د دورې طرحې وڅېړلې شوې

23:24 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307132
سياسی او اجتماعی ډله: په يو ګول مېز كانفرنس كښې د اسلامی همكاريو په تنظيم كښې د قزاقستان د مشرۍ د دورې طرحې او پروګرامونه وڅېړلې شول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې په اردن كښې د قزاقستان د سفارت په نوښت سره چې د قزاقستان او فلسطين ترمېنځ د تعلقات څارونكے هم دے د روانې اوری دمياشتې په ٢٣ نېټه په يو ګول مېز كانفرنس كښې د اسلامی همكارۍ په تنظيم كښې د قزاقستان د مشرۍ د دورې د پلانونو او پروګرامونو جاجونه او څېړنه وشوه.
د ا سلامی همكارۍ په تنظيم كښې د دغه هېواد د مشرۍ د څېړنې او جاجونې ګول ميز كانفرنس د قزاقستان د د سفارتخانې د مسئولانو او كاركنانو، د فلسطين په پارلېمان كښې د بهرنيو تعلقاتو د شورا دمشر عبدالله عبدالله،د قزاقستان كښې د فلسطين د سفير محمد ترشحانی، د فلسطين د بيرزیټ پوهنتون د مشر خليل هندی، د يو شمېر ځای نمائندګانو ا روشنفكرانو د قزاقستان د پوهنتونونو او د بېرزیټ پوهنتون فلسطينی استاذانو او محصيلينو په شتون سره وشو.
په دغه ګول مېز كانفرنس كښې د قزاقستان سفير بولاد سارسين بايف په خپله وېنا كښې د اسلامی همكارۍ د تنظيم چې ٥٧ هيوادونه یې غړيتوب لری او د قزاقستان متقابلو همكاريو تاريخ ته په اشارې سره د قزاقستان د مشرۍ په وخت كښې د دغه تنظيم غوره پروګرامونه، فعال ګامونه او راتلونكی پلانونه بيان كړل.
986808
captcha