IQNA

برطانوی ښاريزو د اسلامی دنيا زړۀ ته سفر وكړ

23:24 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307134
نړيواله ټولنه: ((حج، د اسلامی دنيا زړۀ ته يو سفر)) ترعنوان لاندې يو ډېر لوے نندارتون وړمه ورځ د روانې مياشتې په ٢٧ نېټه په لندن كښې ختم شو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سعودی عرب چاپ الرياض ورځپاڼې په نقل سره دغه نندارتون په يورپ كښې د حج ترټولو وړومبنے ستر نندارتون په توګه چې د تېر كال د سلواغې د مياشتې له شپږمې نېټې څخه د لندن په ميوزيم كښې شروع شوے ؤ وړمه ورځ خپل كار پاې ته ورسوۀ.
له يولكو نه زياتو يورپی ښاريزو د لندن د حج له نندارتون څخه كتنه وكړه. دغه نندارتون په برطانيه كې د سعودی عرب د سفارت په ملګرتيا سره جوړ شو.
د لندن په ميوزيم كښې نندارې ته اېښودل شويو اثارو كښې په اسلام كښې د حج د فريضې مقام، د حرمېن شريفېن پراختيا، د حج په ورځو كښې د زائرانو د خدمتونو څه رنګوالے،د حج په فريضه كښې د مسلمانانو يووالے او د مساواتو، نرمۍ، سولې او ورورولۍ په شان د دغې فريضې ثمرات بيان شول.
د حج تاريخچه، د حج د سفر وروستے مقصد، د دغه معنوی سفر اهميت او ضرورتونه، د حج فلسفه او په تېرو وختونو او اوسنيو وختونو كښې د حج د مناسكو د اجراء څه رنګوالے هغه موضوع ګانې وې چې په دغه نندارتون كښې یې څېړنه وشوه.
986848
captcha