IQNA

په پيرس كې قرانی محفل تر سره شو

19:08 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307230
نړيواله ډله: د فرانس په پلازمينې پيرس كې د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ لخوا يو قرانی پروګرام تر سره شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د فرانس په الغدير قرانی موسسې كې ماښام اووه نيمې بجې د قران پاك د تلاوت دې محفل پيل وشو. په دې محفل كې د ايران مشهور قارې ښاغلی پولادی د تجويد او د قران تلاوت په موضوع خبری وكړې او پس له هغه د فرانس يو قاری تلاوت وكړ.
په دې پروګرام كې د ماشومانو تر مينځ قرانی مقابله هم تر سره شوه او پای كې د ايران دكلتوری مركز خانه فرهنګ مشر ښاغلی سيد محمد طباطبایې ماشومانو ته انعامونه ډالۍ كړل.
987875
captcha