IQNA

د اسلام اباد په اسلامی پوهنتون كې كلتورې اوونۍ پيل شوه

19:08 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307233
نړيواله ډله: د پاكستان په اسلام اباد اسلامی پوهنتون كې 24مه كلتوری اوونۍ د ښوونيز كميشن د مشر په شتون سره پيل شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پاكستانی ورځ پاڼې "The News" یې نقلوی چې دا كلتوری اوونۍ هر كال په دې اسلامی پوهنتون كې تر سره كیږی ددې اوونۍ په افتتاحې مراسمو كې دحكومتی چارواكو نه علاوه د مختلفو هيوادونو سفيران هم ګډؤن كوی.
ددې اوونۍ په ترڅ كې يو نړيوال اسلامی نندارتون انتظام هم شوی چې پكښې د 42 هيوادونو مسلمان محصلان شركت كوی او خپل هنرې اثار نندارې ته وړاندې كوی.
987748

captcha