IQNA

اصلاح يا انقلاب، د اردن په وړاندې پراته دوه انتخابونه

20:58 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307869
بين المللی ډله: د اردن د وزيراعظم عون الخصاونه حكومت په روانه اونۍ كښې د انتخاباتی قانون مسوده خپره كړه، د هغه قانون چې ټاكل شوې ده د بحث لپاره پارليمان ته وړاندې شی او د هغې خپرول د سياسی ګوندونو د غبرګون سره مخامخ شول، هغوی بې له ځنډه دغه مسوده وغندله او په دې مينځومان كښې مخالفو ګوندونو د انتخاباتو د بائيكاټولو ګواښ كړے دے، هغه اقدام چې دغه ټول چلن بې معنی كولے شی.
ټاكل شوې ده چې د اردن سياسی فعالان د نوی قانون پرخلاف مظاهرو كښې ګډون وكړی. البته په سيمه كښې د ((اسلامی بيدارۍ)) د پيليدو له وخت نه د اردن په پولو كښې هم ناآرامۍ او تاؤتريخوالی راڅرګند شوی دی، په دې حال سره د اردن خلكو د انقلاب پرځائې د اصلاحاتو لار خپله كړه.
دا چې حالات به بدل شی او كه نه؟؟ د اردن په سلطنتی نظام كښې د اصلاحاتو د كاميابۍ په كچې او اندازې پورې اړه لری چې نوے انتخاباتی قانون هم د دغې لوبې يوه برخه ګڼله كیږی. 988141

captcha