IQNA

د امريكې د سلطې په وړاندې مقاومت د آسمانی دينونو د ارزښتونو مطابق دے

20:57 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307870
بين المللی ډله: د لبنان د حزب الله عمومی منشی ټينګار وكړ: د امريكائۍ يا غيرامريكائۍ سلطې په وړاندې مقاومت يا د نيواكګرۍ او تيری ګرۍ په وړاندې مقاومت او دريدنه د انسانی ارزښتونو او اخلاقو او د آسمانی دينونو او شريعت سره سمون خوری.
د لبنان چاپ السفير ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې. د لبنان د حزب الله عمومی منشی سيدحسن نصرالله په (روسيااليوم) شبكه كښې د ويكی ليكس ويب پاڼې د بنسټ ایښودونكی جولين اسانژ سره په مركه كښې، مذاكرې او خبرواترو ته د كښيناستو لپاره د سورئې د مخالفانو نه چمتووالی ته په اشارې سره ټينګار وكړ: حزب الله د سوریې د ځينو مخالفو اړخونو سره رابطه وكړه څو هغوی د نظام سره د خبرواترو لپاره وهڅوی خو هغوی ونه منله.
سيدحسن نصرالله په دوام كښې دې ټكی ته په اشارې سره چې د بشاراسد نظام د مقاومت او پايدارۍ مدافع دے او په لبنان او فلسطين كښې ئې د مقاومت حمايت وكړ، ووئيل: د سوریې مخالفان خبرواترو ته چمتو نه دی او اصلاحات نه منی، او د هغوی يوازنۍ غوښتنه د نظام پرزيدل او ړنګيدل دی.
دوی څرګنده كړه: زۀ مطمئن او ډاډمن يم چې د سوریې جمهوررئيس بشاراسد په سوريه كښې د بنسټيزو او مهمو اصلاحاتو د ترسره كولو لپاره زيات چمتووالے لری.
نصرالله ووئيل: د حزب الله د عمر د ٣٠ كلنې تجربې په اساس ثابته شوې ده چې مونږ د سورئې مزدوران نه بلكې د دغه هيواد دوستان يو او نن سبا همهغه كسان زمونږ سره دښمنی كوی چې په لبنان كښې ئې د سوریې له وجود څخه استفاده وكړه. 988399

captcha