IQNA

په سنيماكښې ښځې ته د اسلامی انقلاب تشخص وركونې نړيوال اړه پېدا كړے دے

21:18 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307877
هنری ډله: هغه اعتبار چې اسلامی انقلاب په سنيما كښې ښځې ته وركړ يوازې په هېواد كښې له دننه سره مختص نه دے بلكې د دنيا سنيما هم ايرانۍ ښځې ته يو اخلاقی نظر پېدا كړ، حتی وېلې شو چې د سيمې ځينو هېوادونو د ايران په پېروۍ كښې په خپلې سنيما كښې د ښځې مقام له اسلامی احكاماتو سره يو شان وړاندې كړ.
د سنيما او ټيلی ويژن لوبغاړی رضا توكلی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې په بيانولو سره چې اسلامی انقلاب وكړې شول د د سنېما لپاره اخلاقی ارزښت او اعتبار حاصل كړی، څرګنده كړه: د ايران سنېما له انقلاب نه مخكښې د وياړ هیڅ امتياز نۀ لرۀ چې مونږ وغواړو له كلونو كلونو وروسته یې نوم د يادګار په توګه واخلو او دا اسلامی انقلاب و چې وې كړې شول د ايران د سنيما مخې ته يوه نوې كړكۍ خلاصه كړی، البته له انقلاب نه مخكښې د ((غوا)) په شان د ګوتې شمېر آثار وو چې د لازمی كېفيت او سټېنډر له لحاظه تر ګټه اوچتېده، خو دغې استثنا هیڅكله ونكړې شول په ټولو اثارو باندې تاثير وكړی.
توكلی په اخېر كښې زياته كړه: ځوانې ښځې چې د ايران په سينما كښې د شتون خواهش لری پكار دی پوه شی چې سنېما ته د داخلېدو لپاره صحيح لار د هغې اكېډيمك او پوهنتونی لاره ده، هغه لاره چې كولې شی په سنيما كښې د ارزښتی او اخلاقی لحاظه د ښځې د شتون ضمانت وركړی.
987581
captcha