IQNA

د جرمنی د اخلاقی اصولو كمېټۍ په وړومبی ځل مسلمان غړے قبول كړ

21:19 - April 18, 2012
د خبر لمبر: 2307878
نړيواله ډله: د جرمنی د اخلاقی اصولو كمېټۍ د وړومبی ځل لپاره د دغه هېواد د ((يوهانس ګوټنبرګ) پوهنتون د علمی پلاوی يو مسلمان غړے غوره كړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «dunyabulteni» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د يوهانس ګوټنبرګ پوهنتون د علمی كمېټۍ غړے او د ترك نسله مسلمان استاذ اېلهان ايلكيليچ چې د تاريخ او اخلاقی فلسفې په څانګو كښې په تدريس بوخت دے د جرمنی د مركزی پارلېمان د مشر لخوا په دغه كمېټۍ كښې د غړی په توګه غوره شوے دے
ايلهان تلګيليچ پخ ٢٦ كسيزې كمېټۍ كښې چې په قانونی او اجتماعی ډګرونو كښې د جرمنی حكومت ته د مشورو وركولو دنده په غاړه لری كولې شی په دغه هېواد كښې د مسلمانانو اواز د چارواكو غوږو ته ورسوی.
987582
captcha