د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، العالم ټيلی ويژن سره په مركه كښې وويل د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځينو كانديدانو د صلاحيت له رديدا وروسته د مصر خلك نشی كولای د ولسمشرۍ په راتلونكو انتخاباتو كښې خپله اراده اعمال كړی ځكه چې دغه انتخابات به د هغه كمیټۍ په وسيله ترسره شی چې د هغه دغړيو له و طن سره د مينې په اړه ډير شك او شبهې شته.
هغه وويل د مصر د ولسمشرۍ راتلونكی انتخابات به د دغه كمیټۍ په سيوره كښې شفاف نه وی ځكه چې د مصر پوځی شورا قدرت ته د داسې ولسمشر د رسولو هڅه كوی چې له دغه شورا سره غږمله وی.
د مصر داخوان المسلمين ډلې دغه مشر وويل خلك به اسلامپالو ته رایې وركړی او ډاډمن يم چې د مصر عدالت او ازادۍ ګوند به زياتې رایې وګټی.
د مصر د انتخاباتو كمیټۍ د اخوان المسلمين ډلې د كانديد خيرت الشاطر په شمول د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لسو كانديدانو صلاحيتونه رد كړل.
امريكا، سعودی عربستان او د دوې نور اروپايی متحدان په مصر كښې د پخوانی ظالم ديكتاتور حسنی مبارك په شان د يوه بل كس قدرت ته د رسولو هڅه كوی چې هم د صهيونيسټ رژيم او هم د امريكا ګټې تامين كړی خو د مصر خلك به د امريكا او د هغوې د ملګرو دغه دسيسه شنډه كړی.
987822