IQNA

په نيوجرسې ولايت كې د بی بی فاطمه(س) د شهادت عزادارۍ تر سره كیږی

15:28 - April 19, 2012
د خبر لمبر: 2307973
نړيوله ډله: د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د ګرانې لور بی بی فاطمه سلام الله عليها د شهادت او د ايام فاطميه د اوونۍ په مناسبت د امريكې په نيوجرسی ولايت په امام علی جومات كې د عزادارۍ پروګرام تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «masjid-e-ali.org»، یې نقلوی چې دا مراسم به څلور ورځې د انګلستان خطيب ښاغلی شيخ محمد حلی په وينا سره له خالې ورځې تر سه شنبه پورې تر سره كیږی.
«د خدای كتاب غوره هادی»، «په قران پاك كې د ذولقرنين كيسې څخه عبرتونه» «د شيعه ؤ په مكتب كې د رجاء او هيله» او «د بی بی زهرا سلام الله عليها د خطبې شننه» د دې څلورو ورځو مراسمو د ويناوو موضوعګان دی.
دا مراسم د اتبار په ورځې د ماسپښين او مازیګر لمانځو نه پس او په نورو دريو ورځو كې د ماښام او ماسخوتن لمانځو نه پس شورو كیږی.
988511
captcha